شمالي کوريا له خپل ختيځ ساحله په سمندر کې توغندي ويشتلي دي. شمالي کوريا توغندي څو ساعته وروسته له دې وويشتل چې د جنوبي کوريا، جاپان او امریکا مشرانو پيونګيانګ ته خبرداری ورکړ چې پارونو ته د پای ټکی کښيږدي که نه له نور فشار سره به مخامخ شي.
د جنوبي کوريا د پوځ يوه چارواکي ويلي چې دا توغندي د شمالي کوریا له لويديځ ساحله نن ويشتل شوي دي.
يوه بل چارواکي ويلي چې دا له مځکې هوا ته د لنډ واټن توغندي وو.
مخکې له دې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جنوبي کوریا له ولسمشر پارک ګوين های او د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره يوځايي ژمنه وکړه چې د شمالي کوریا د فعالیتونو په خاطر پر دغه هېواد فشار راولي.