د کاناډا د کډوالۍ وزیر جان مک کالوم وايې، هېواد به يې۱۰زره نور سوري پناه غوښتونکي قبول کړي.
مک کالوم دا خبرې پرون په جرمني کې وکړې چېرته چې د امنيتي وضعيت د خرابېدو له بېرې په ځايې خلکو کې د پناه غوښتونکو پرضد احساسات راپارېدلي دي.
د کاناډا د پناه غوښتنې د چارواکو په خبره دغه هېواد مخکې لا په وروستیو مياشتو کې تر۲۶ زرو زيات سوري پناه غوښتونکي قبول کړي دي.
چارواکو ويلي که څه هم پناه غوښتونکي تر اوسه کاناډا ته نه دي رسېدلي، د شاوخوا ۱۶ زره پناه غوښتونکو عريضې اوس هم تر غور لاندې دي يا يې کار بشپړ شوی دی.
په کاناډا کې کورنيو، ټولنيزو ادارو او کليساوو د سوري کورنیو ملاتړ ته تياري اعلان کړې ده.