بلخ: د زعفرانو په محصولاتو کې زياتوالى راغلى

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسولین وايي چې په دغه ولايت کې د زعفرانو په محصولاتو کې زياتوالى راغلى دى .

د دغه ریاست مشر شیراحمد سپاهي زاده ازادي راډیو ته وویل چې په ١٣٩٣ کال کې د زعفرانو حاصلات شل کيلو و، خو په ١٣٩٤ کال کې اتيا کيلوګرامو ته لوړ شوى دى.

نوموړی زیاته کړه چې د بلخ ولايت د زياترو ولسواليو هوا د زعفرانو د کښت لپاره مناسبه ده او د کېفيت له پلوه ډير ښه زعفران په بلخ کې توليديږي.

سپاهي زاده وايي چې افغان حکومت باید د زعفرانو د کښت د پراختيا په لاره کې له بزګرانو سره مرسته او همکاري وکړي او هغوي ته د کوچنيو پورونو او د زعفرانو دتخم دبرابرولو په لاره کې مرسته وکړي.