د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې راتلونکې اوونۍ په کابل کې د افغان حکومت او نړېوالو مرستندویانو ترمنځ د GCMB یا د څارنې او همغږۍ بورډ ګډه ناسته جوړیږي.
د دغه وزارت ویاند اجمل حیمد عبدالرحیمزي د نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې ناسته کې بحث کېږي چې افغان حکومت د بروکسل او وارسا کنفرانسوته څومره چمتوالي لري او څنګه کولای شو چې د نړېوالو مرستندویانو مرستې لاسته راوړي.
ښاغلي رحیمزي دغه ناسته افغانستان ته په اقتصادي لحاظ مهمه ګڼي.
رحیمزي زیاته کړه چې د څارنې او همغږۍ بورډ په ګډه ناسته کې د افغان حکومت له لوري د مالیې وزیر اکلیل حکېمي او د نړېوالو له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي نیکولاس هایسم ګډون کوي.