د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر تېره ورځ د قرغزستان له ولسمشر الماس بیک اتمابییف سره پر دوه اړخیزو اړیکو او نړېوالو موضوعاتو خبرې وکړې.
شټاین مایر د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان مهالنی مشر دی.
د قرغزستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر خبر ورکوي چې په دې لیدنه کتنه کې په قرغزستان کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له لوري د ډیموکراټیکو موسسو د پیاوړتیا پر مسالې غور وشو.
له بیشککه د جرمني د بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته ځي او له دې سره د ده د منځنۍ اسیا درې ورځنی سفر پای ته رسیږي.
شټاین مایر دا سفر د مارچ په دیرشمه له ازبکستانه پیل کړ او تر دې سفر مخکې یې ویلي و چې له ترورزم سره مبارزه، سیمه ییزه همکاري او اقتصادي اړیکې به یې د سفر د اجنډا په سر کې وي.