د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالي د باډیل درې نژدې یولس کېلومتره سړک بشپړ شو او د پنجشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د ولایت چارواکو په کې برخه اخیستې وه، ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
پر دې سړک د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت اووه څلویښت اعشاریه یوولس میلیونه افغانۍ لګیدلي دي.