په پروان ولایت کې د ارغوان کلنۍ میله ترسره شوه

د ارغوان په کلنۍ میله کې د بېلابېلو ولایتونو خلکو تیره ورځ ګډون وکړ.

دا میله د پروان ولایت د ګل غونډۍ په لمن کې جوړ شوې وه. د میلې یوې برخه والې ازادي راډیو ته وویل:

"ادیبه یم، له کابله راغلې یم. ډیره خوشاله کېږمه چې داسې جشنونه زیات شي ترڅو زموږ خلک خوشاله وي. نور نو جنګ بس دی، راځئ یوه بل ته لاسونه سره ورکړو."

د ارغوان په میله کې یو شمېرشاعرانو شعرونه ولوستل، ځیني کسانو ویناوې وکړې او یو شمېرکسانو د کورنیو له غړیو سره په دې میلې کې برخه واخیسته.