فراه کې د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو نوی مرکز جوړ شوی

په فراه کې په مخدرموادو د روږدو کسانو د درملنې لپاره یو نوی مرکز جوړ شوی دی چې د دې ولایت د چارواکو په وینا له دې سره به د پخوا په تناسب د ډېرو کسانو درملنه په یوه وخت کېږي.

د فراه د عامه روغتیا رییس عبدالجبار شایق ازادي راډیو ته وویل:

«موږ د اوس لپاره په فراه کې ۱۵۰ بستره لرو. کومه نوې ودانۍ چې جوړه شوې ده له دې سره به د معتادینو لپاره زموږ بسترونه ۱۶۵ ته زیات شي.»

په فراه کې د راپورونو له مخې له پنځه څلویښت زرو تر پنځوس زره پورې کسان په مخدر موادو معتاد دي.