د ویسټ اینډیز کرکټ ملي ټیم د شل اورونو په نړېوال جام کې هند ته ماتې ورکړه او فاینل ته ووت.
دا لوبه تېره ورځ په ممبۍ کې ترسره شوه. هند په ټاکلو شل اورونو کې ۱۹۳ منډې وکړې چې دې هدف ته د ویسټ اینډیز لوبغاړي په وروستي اوور کې د درېیو لوبغاړو له سوځیدو سره ورسیدل.
تر لوبې وروسته د ویسټ اینډیز کپتان دارین سامي وویل:
«زه ډیر خوشاله یم، یوه لوبه راته پاتې شوه د یکشنبې په ورځ به هڅه وکړو چې دغه ګام هم په ښه توګه واخلو.»
ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د ویسټ اینډیز لوبډله د انګلستان له ملي ټیم سره په کلکته کې پای لوبه وکړي.