د افغانستان د سرحدي پولیسو قوماندان وایي چې د سرحدونو د امنیت د تامین لپاره ډېرو ځواکونو ته اړتیا لري.
رحمت الله رووفي له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د دوی اوسني ځواکونه په سرحدونو کې د امنیت د ساتلو لپاره کافي نه دي نو په کار ده چې د شمېر د زیاتیدو تر څنګ په پرمختللو وسایلو هم سمبال شي.
ښاغلي رووفي په داسې حال کې د سرحدونو د امنیت د ساتلو لپاره د ځواکونو په زیاتیدو او سمبالولو ټینګار وکړ چې د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي ویلي و چې باید د سرحدونو امنیت ونیول شي څو بهرني جنګیالي هېواد ته دننه نه شي.