"په شیرخان بندر کې د صادراتو او وارداتو سطح تر۷۰ فیصده راټيټه شوې"

د کندز ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خوني چارواکې وایي چې په تیره میاشت کې په شیرخان بندر کې د صادراتو او وارداتو سطح تر۷۰ فیصده راټيټه شوې ده.

د دغې خوې مدیرمسعود وحدت ازادي راډيو ته وویل چې د ناامنیو له امله په شیرخان بندر کې د صادراتو او وراداتو سطحه ټیټه شوې ده.

ښاغلي وحدت زیاته کړه:

"زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې د شیرخان بندر کندز لار یوه مهمه او حیاتي لار ده او اقتصادي ارزښت لري که په دغه لار کې امنیتي ستونزې پيدا کېږي باید په وخت حل شي."

د ښآغلي وحدت د معلوماتو له مخې اوس مهال په دغه ولایت کې ځیني سوداګریز فعالیتونه په ټپه دریدلي دي.

ښاغلي وحدت له حکومته وغوښتل چې په کندز کې د امنیت ټینګولو ته پام وکړي.