وزیري: په هرو ۱۰جنګیالیو کې څلور یا پنځه کسه بهرني جنګیالي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، که بهرني جنګیالي په دغه هېواد کې دننه له وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسیږي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هرو لسو جنګیالیو کې څلور یا پنځه کسه یې بهرني جنګیالي دي چې وسله والو مخالفینو ته روزنه او مالي امکانات ورکوي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"که بهرنيان په کور دننه له وسله والو مخالفینو ملاتړ ونه کړي، له هغوی سره مرسته ونه کړي او تجهیزات ورنه کړي دا جګړه د یوې میاشتې جګړه هم نه ده."

د ښاغلي وزیري په خبره ډیری دغه بهرنیان چېچنیان، عربان، ازبکان او پنجابیان دي چې د افغانستان په هر ځای کې چې جګړه وي برخه په کې اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د دفاع وزارت سرپرست ویلي و چې د هلمند په څو ولسوالیو کې په جګړو کې سلګونه بهرني وسله وال مخالفین وژل شوي دي.