د روسیې یو پیژندل شوی پانګوال د قاچاق په تور نیول شوی

د روسیې یو پیژندل شوی پانګوال د شرابو د قاچاق په تور نیول شوی.

د روسیې د څیړنو کمېټې ویلي: ډیمیټري میخایل چېنکو چې د یو مشهور شرکت ریس دی د ده له مرستیال بوریس کوریفسکې سره په هغو کسانو کې شامل دی چې په ګمرک کې د الکولو د وارداتو د مالیې د نه ورکولو او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د څیړنو د دې کمېټې ویاند ویلادیمیرمارکېن وايي، د دې مشهورپانګوال او د ده د قضیې په اړه څیړنې روانې دي.

خو یو شمېر سرچېني وايي، میخایل چېنکو غوښتل ډیر زاړه شراب قاچاق کړي.

نوموړی د ۲۶۶ میلیونو ډالرو له پانګې سره د روسیې شپږ څلوېښتم ستر پانګوال ګڼل کېږي.