ټاکل شوې ده د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحدو ایالتونو له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنیسټ پرون وویل، دا لیدنه د اټمي امنیت په اړه په واشنګټن کې د مشرانو د جوړیدونکې غونډې ترڅنګ په همدې اوونۍ کې کېږي.
ارنیسټ وايي، د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان به ښايي له ولسمشر بارک اوباما سره هم د خبرو کولو فرصت ولري.
ښاغلي ارنیسټ زیاته کړه:
"ولسمشراوباما په تېرو شپږو میاشتو کې پرلپسې لیدنې کړي. دواړو د تېرکال په پای کې دوه ځلي په پاریس او ترکېه کې خپلو کې لیدلي دي."
د اټمي امنیت غونډه نن په واشنګټن کې پیلیږي.