روسي پولیس د هغه امریکايي زده کوونکي لټون کوي چې درې ورځې مخکې د سایبریا په غرنۍ برخه کې په ډیر سړه او کنګا هوا کې نادرکه شوی دی.
د روسیې په بوریشیا جمهوریت کې څیړونکي وايي، ۲۵کلن کولین ماډسین د مارچ په ۲۷مه نېټه دغلته له رسیدو یوه ورځ وروسته نادرکه شوی.
نوموړی چې په مسکو کې د ژبو د دولتي پوهنتون محصل و او له یو بل امریکايي سره یوځای ایروکڅک څخه دغلته ورغلی و.
میډسین چې په روسي ژبه یې روانې خبرې کولې د ساین د غرونو د لمنې په تفریحي کلیوالي سیمه کې له خپل میلمستونه نادرکه شوی دی.