نن به د هند او ویسټ اینډیز لوبډلې خپلو کې لوبه وکړي

ټاکل شوې ده د کرکټ د نړېوالو شل اوریزو سیالیو په وروستۍ نیمايي کې به نن د هند او ویسټ اینډیز لوبډلې خپلو کې لوبه وکړي.

دا لوبه د افغانستان په وخت په پنځه بجې د هند د کلکتې په ورزشي لوبغالي کې پیلیږي.

د هند او ویسټ اینډیز ترمنځ د نننۍ لوبې ګټونکې به د یکشنبې په ورځ د شل اوریزو لوبو په وروستۍ سیالۍ کې له انګلستان سره لوبه کوي.

د کرکټ د نړېوالو شل اوریزو لوبو په د وروستۍ نیمايي په لومړۍ لوبه کې انګلستان وتوانیده په اوو ویکټو نیوزیلینډ ته ماتې ورکړي او په پای لوبه کې یې خپل ګډون یقني کړ.