د ناامنیو له امله د روغتیا وزارت ډېر پوستونه خالي پاتي

د عامې روغتیا وزارت وايي، د ناامنیو له امله د دغه وزارت ډېر پوستونه خالي پاتې دي.

د دغه وزارت د بشري منابعو رییس میاشرف نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دوی په وزارت کې شاوخوا ۱۹۰۰ پوستونه خالي دي چې خلک د ناامنیو له امله زړه نه ورته ښه کوي او هم د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له خوا د ازموینو لپاره ډېره ګډه همکاري نه کیږي.

د اداري اصلاحاتو کمېسیون چارواکو ویلي چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې ۲۵ زره پوستونه خالي دي چې ډیری یې د عامې روغتیا په وزارت کې دي.