نامعلومو وسله والو په کندهار د يوه مسجد ملا امام وژلی

نامعلومو وسله والو د کندهار ښار په لسمه حوزه کې د يوه مسجد ملا امام وژلی.

دغه پېښه تېره شپه ناوخته د نهو بجو په شاوخوا کې د لويې ویالې د نري پله په سيمه کې رامنځته شوې ده

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو دا پېښه جنايي بللې او زياته کړې يې ده چې ملا شخصي دښنمي درلودله او ممکن پر همدې بنسټ وژل شوي وي.

بل خوا تیره ورځ ناوخته په زابل مرکز قلات کې د یوه ښوونځي دوه زده کوونکي چې ورور او خور وو د ماین په چاودنه کې ووژل شول.

د زابل د امنیت امر سمونمل غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې دغه ماین د زابل د نشه يي موادو پرضد د مبارزې د مدیر کور ته نږدې ايښودل شوی و .

د امنیت د امر په وینا کله چې د نوموړي دوه ماشومان له ښوونځي څخه کور ته روان موټر يې پر دغه ماین برابر شوی او دواړه وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه دواړو حملو مسوولیت چا نه دی منلی.