د اذربایجان مشهور لیکوال اکرم ایلیسلي پولیسو د باکو په نړېوال هوایي ډګر کې ونیو او هغه یې د ایټالیا په یوې ادبي غونډې کې له ګډونه راوګرځاوه.
د اذربایجان د کورنیو چارو وزارت وایي چې ۷۸ کلن ایلیسلي په هوایي ډګر کې د یوه ټکر په ارتباط نیول شوی.
ایلیسلي په ۲۰۱۲ کال کې د ( کاڼې خوبونه) په نوم ناول چاپ کړ او په هغه کې یې د ناګورنو قره باغ د سیمې شخړې انځور کړې. ناګورونو قره باغ سیمه چې اکثریت په کې ارمنیان اوسي د نویمې میلادي لسیزې په لومړیو کې له اذربایجانه بیله شوه.
د دې ناول له خپریدو راوروسته له ایلیسلي څخه د خلکو د لیکوال افتخاري لقب واخیستل شو، د ولسمشرۍ د ماڼۍ له لوري د تقاعد پیسې پرې ودریدې او د اذربایجان د لیکوالو له اتحادې وشړل شو.
د ایلیسلي زوی وویل، امنیتي ځواکونو د ده پلار ته ویلي دي چې بهر ته نه شي تلی.