ستانکزی: د هلمند په عملیاتو کې سلګونه بهرني تروریستان وژل شوي

د ملي دفاع سرپرست وزیرمعصوم ستانکزی وایي، په هلمند کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ ک په خانشین، بارامچه، مارجه او یو شمېر نورو سیمو کې په سلګونو بهرني تروریستان وژل شوي دي.

معصوم ستانکزي تېره ورځ د هلمند په ۲۱۵ میوند قول اردو کې وویل، بهرني وسله وال د طالبانو په نوم په افغانستان کې جګړه کوي او کوم بهرنیان چې په هلمند کې د عملیاتو په ترڅ کې په دې وروستیو کې وژل شوي دي مړي یې د جګړې په سیمو کې پاتې دي او د سیمې خلک دې ته چمتو نه دي چې هغوی خاورو ته وسپاري.

معصوم ستانکزي وویل، د بهرنیو د مخنوي لپاره د سرحدونو ټینګیدل ضروري دي.