هامونډ: روسیه په نړۍ کې هرچا ته په یوه ګواښ بدله شوې

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هامونډ وایي، روسیه په نړۍ کې هرچا ته د دې لپاره په ګواښ بدله شوې ده چې له نړېوالو اصولو سرغړونه کوي.

د ګورجستان په مرکز تبلیسي کې تیره ورځ هامونډ وویل:

"روسیه نړېوالو اصولو ته پاملرنه نه کوي او هغه قوانین ماتوي چې په نړېوال سیسټم ولاړ دي. دا یو خبرداری رامنځته کوي او موږ ټول تهدیدوي. څه چې موږ له روسیې غواړو هغه دا دي چې په نړېواله ټولنه کې رغنده رول ولوبوي."

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هغه وخت دا خبرې وکړې چې له ده پوښتنه وشوه چې ایا روسیه د سیمې هېوادو ته لکه ګورجستان او د بالتیک هېوادو ته یو ګواښ دی؟

ګورجستان په ۲۰۰۸ کال کې له روسیې سره یوه لنډه جګړه کړې ده.

هامونډ د ګورجستان له چارواکو سره خبرې کوي او غواړي چې د قفقاز په جنوب کې هغه پایپ لاین وګوري چې د بریتانیا د انرژۍ سترې کمپنۍ BP فعاله کړی دی.