سپینې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې د اوکراین ولسمشر پتروپروشینکو به نن د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن سره وګوري.
پروشینکو د نړۍ د شاوخوا ۵۰ هغو مشرانو په ډله کې دې چې په واشنګټن کې به روانه اوونۍ د اټمي مصونیت په سرمشریزه کې ګډون کوي.
دا به د امریکا د ولسمشر بارک اوباما څلورمه او وروستۍ سرمشریزه وي چې دی په کې ګډون کوي.
پروشینکو غوښتل چې له اوباما سره وګوري خو داسې ښکاري چې دغه غونډه د اوباما د وخت د زیقیت له له امله نه ده تنظیم شوې ده.