د کندز ولایت ورزشي مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې ښځینه لوبغاړي د ورزشي اسانتیاو په برخه کې ستونزې لري.
د دغه ولایت د ورزش امر عبدالقیوم رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ورزشی اسانتیاو د نشتوالي له کبله ښځينه لوبغاړي نه شي کولای چې ورزشي رشتو کې ونډه واخلي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې ښځینه لوبغاړو د تکواندو، بدمنتون او والیبال په برخه کې ورزش ته زړه ښه کوي خو زمینه نه ده ورته برابره.