په ننګرهار کې د یتیمو زده کوونکو او بېوزلو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولایات د کار او ټولنیزو چارو رییس عبدالحیکم شېرزاد ازادي راډيو ته وویل چې یاده مرسته د یو.ان. م. کې ادارې له لورې پر هغو ۲۰۰ یتیمانو او ۸۳ بېوزلو کورنیو باندې وویشل شوه چې وروستیو جګړو ځپلي وې.
شېرزاد وايي په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د څه باندې دوه سوه ډالرو په ارزښت د اړتیا وړ توکي شامل وو.
تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې د یو شمېر ادارو له لورې بېوزلو کورنیو سره مرستي شوي خو ځیني بېوزله کورنۍ وايي یادې مرستې تر ډېره دوی ته نه رسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د یاد و لایت د اچین او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي د نا امنیو له امله جلال اباد ښار ته را کډوال شوي دي.