د افغانستان د صنعت کارانو د ټولنې مسؤلین وایي چې افغان حکومت دې د صنعت کارانو په وړاندې ستونزې هواري کړي.
د دغه ټولنې مشر شیرباز کمینزاده ازادي راډیو ته وویل چې حکومت کولای شي چې، د صنعت کارانو په ړاندې ستونزې هوارې کړي.
د ښاغلي کمینزاده په خبره اوس مهال د هېواد په یو شمېر ولایتونو کی لکه کندهار او ننګرهار کې د برېښنا نشتوالي افغان صنعت کاران اندېښمن کړې دي.
ښاغلي کمینزاده زیاته کړه چې اوس مهال په هېواد کې ډېرې صنعتی فابریکې ورته ستونزو له کبله خپل فعالیتونه درولي دي.