قزاقستان هڅه کوي چې له افغانستان سره خپل اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
په کابل کې د قزاقستان سفیر اومرتای بیتیموف په افغانستان کې د قزاق سوداګریزې خونې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې دا مهال د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو تحکیم ته ډېره اړتیا ده.
نوموړي وویل چې قزاقستان به د تېر په څېر له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې مشترکالمنافع هېوادونو لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي شاکر کارګر په دې غونډه کې وویل چې دا مهال د افغانستان او قزاقستان په اړیکو کې ګټور ګامونه اخیستل شوي دي.