په داغستان کې د داعش په حمله کې یو پولیس وژل شوی

پولیس وايي، د روسیې په داغستان کې په یوه حمله کې، چې مسؤلیت یې د اسلامي دولت وسله والې سخت دریځې ډلې په غاړه اخیستی، یو پولیس وژل شوی دی.

د داغستان د پولیسو ویاند رویټرز خبري اژانس ته د ټلیفون له لارې وویل:

"دوه موټرونه والوزول شول، د چاودېدونکې وسیلې څرنګوالی تر اوسه لا څرګند شوی نه دی."

عماق خبري اژانس، چې د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې ملاتړ کوي، په انترنیټ کې ویلي چې د اسلامي دولت سیمه ییزو پلویانو د داغستان په حمله کې لاس درلود.