پاکستان خبرداری ورکړ چې نن به د هغو اعتراض کوونکو پر ضد اقدام وکړي چې د یوه پخواني والي یا ګورنر د قاتل پولیس د اعدام پرضد په اسلام اباد کې روان دی.
پولیس چې ممتاز قادري نومېږي، په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د پنجاب پخوانی ګورنر سلمان تاثیر د دې لپاره وژلی و چې هغه د هېواد د تکفیر له قانون سره مخالفت کړی و.
د اعتراض کوونکو شمېر شاوخوا ۲۵ زره تنو ته رسېږي.
دوی د یکشنبې له ورځې راهیسي د اسلام اباد په واټونو کې راغونډ شوي او له پولیسو سره یې اخو ډب کړی دی.
پولیس اټکل کوي چې تر پرونه پوری به د مظاهره چیانو شمېر یوازې ۷۰۰ تنو ته رالږ شوی وي، خو هغوی لا هم په دې توانېدلي چې د پلازمېنې ځیني برخې فلج کړي ځکه چې مظاهره چیان په اصلي او مهم واټ کې رایوځای شوي دي.
دوی د قاتل پولیس مرتضي قادري له اعدامېدو وروسته د شرعي قانون د تطبیق کېدو غوښتنه کوي.
مظاهره چیان همداراز د هغې عیسوۍ ښځې د اعدام غوښتنه کوي چې په کفر ویلو تورنه وه او سلمان تاثیر یې دفاع کړې وه.
د پاکستان حکومت مظاهره چیانو ته ضرب الاجل ټاکلی چې له ښاره ووځي، کنې ناوړه نتیجه به وویني.
حکومت وايي، ممکن امنیتي ځواکونه نن چهارشنبې مظاهره چیان وځپي.