د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي چې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې ۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د دغه وزارت لخوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عملیات په غزني او هلمند کې ترسره شوي دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس چې په دې عملیاتو کې یو شمېر وسلې او مهمات هم تر لاسه شوي دي.
دوي وایي چې د دغو پوځي عملیاتو پر مهال د ملي اردو اووه منسوبین هم وژل شوي دي.