تقوا: یو شمېر ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

د افغانستان د والیانو ټولنې د هېواد په وروستي امنیتي وضعیت اندېښنه ښکاره کړه.

د دې ټولنې مشر او پخواني والي عبدالجبار تقوا نن په یوې مطبوعاتي غونډه کې وویل چې د هېواد یو شمېر ولایتونه له سقوط سره مخ دي:

"هلمند دا مهال د سقوط په حال کې دی، د کندز په امنیتي حوزې کې جګړه روانه ده او همداسې په نورو برخو کې حتی کابل هم ښه امنیت نه لري او دا وضعیت ټول ګوري."

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د والیانو اندېښنې بې اساسه بولي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل چې په روان کال کې یې د هېواد امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي.