پاکستان باید له افغان کډوالو سره چلند کې اصول مراعت کړي

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د پاکستان له حکومت څخه غواړي ترڅو نړیوالو کنوانیسنونو ته په پام له افغان کډوالو سره چلند وکړي.

د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار حافظ احمد میاخېل نن ازادي راډيو ته وویل په دې وروستیو کلونو کې کله چې په پاکستان کې ترورستي پېښې کېږي نو افغانان ځورول کېږي.

دا خبرې په داسې حال کېږي چې په دې ورستیو کې یو شمېر رسنیو د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي چې په لاهور کې له یوې خونړۍ پېښې وروسته نږدې ۱۸۸ افغان کډوال د خیبر پښتونخوا ایالت له بېلابېلو برخو ایستل شوي دي.

دا مهال نږدې درې ملیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي.