د کابل د ۱۱مې او ۱۳مې امنیتي حوزو د امرینو دندې ځنډول شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وظیفوي غفلت په تور د امنیتي چارواکو د دندو د تعلیق په ترڅ کې پرون د کابل د یوولسمې او دیارلسمې امنیتي حوزو د امرینو او یو شمېر نورو مسؤلینو دندې تعلیق کړې.

پرون د یوولسمې حوزې په ساحه کې تریوه پله لاندې بم چاودنه کې د امنیتي چارواکو په وینا دوه تنه ووژل شول او اووه تنه ټپیان شول.

تردې یوه ورځ وړاندې د دیارلسمي امنيتي حوزې په سیمه کې د ملي شورا پر ودانۍ درې توغندي توغول شوی وچې یو ېې پر ودانۍ ولګېد.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل چې دغه نوې اقدامات یې د مکافاتو مجازاتو د پالیسۍ په رڼا کې او هم د تروریستي فعالیتونو او جنایتونو د مخنیوي په هدف کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي چې هر هغه امنیتي چارواکي ته به سزا ورکول کېږي چې له امنیتي ناوړه پیښو سره په تړاو ثابته شي، خپله دنده کې یې غفلت کړی دی.