بګرام هوايي ډګر کې د امریکا یوه پوځي الوتکه غورځېدلې

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، یوه F-16 جنګي الوتکه یې د افغانستان د بګرام په هوایي ډګر کې راغورځېدلې ده.

د پنتاګون ویاند پټرکوک وويل، پیلوټ په مصون ډول ځان له الوتکې غورځولی چې طبي پرسونل یې روغتیايي وضعیت څیړي.

کوک وویل، دغې الوتکې وروسته له هغې سقوط وکړ چې له دې هوایي ډګره پورته کېده.

دغه پیلوټ په بګرام اډه کې دېره د امریکا د ۴۵۵ م هوایي جزوتام پورې مربوط دی.