چین له چک جمهوریت سره ستراتیژیک قرارداد لاسلیک کړ

د چين ولسمشر شي جينګ پينګ چک جمهوريت ته د خپل سفر پر مهال مهم ستراتيژيک قرارداد لاسليک کړ.

شي له خپل چکي سيال ولسمشر ميلوش زيمان سره دغه قرارداد په پلازمېنه پراګ کې لاسليک کړ.

ده وويل چې دا اقدام به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د خپلمنځي اړيکو د پرمختګ لور وټاکي.

ټاکل شوې ده تر دې وروسته به شي امريکا ته ولاړ شي.

زيمان يوازینی اروپايي ولسمشر وو چې تېر کال يې په چین کې د دوهمې نړيوالې جګړې د پای د کليزې په جشن کې برخه واخيسته.

ده وويل چې هيله من دی هېواد به يې د چين لپاره اروپا ته د وره په توګه رول ولري.

ده ويلي چې له شي سره د سوداګرې قراردادونه ښايي چک جمهوريت ته د چينايي پانګو له لارې سږ کال درې اعشاریه نهه میليارډه ډالر راوړي.