پاکستان د لاهور د چاودنې په تړاو ۵ زره کسان نیولي

د پاکستان د پنجاب ايالت وزير اعلی ويلي چې تر پنځه زره مشکوکو سخت دريځو زيات يې نیولي دي.

دا له هغه وروسته چې يوه ځانمرګي برید کوونکي د لاهور په يوه ګڼه ګوڼه پارک کې د عيسويانو د مذهبي جشن په ورځ چاودنه وکړه او لږ تر لږه ۷۰ کسان يې ووژل.

د پنجاب ايالت وزيراعلی رانا ثناالله نن وويل چې تر څېړنو وروسته ۲۱۶ مشکوک کسان یې له ځان سره ساتلي دي.

ده وويل، د ګډو پوليسو له خوا دا چاپې ووهل شوې چې په کې د تروريزم پر ضد د مبارزې پولیس او استخباراتي کسان شامل وو.

ده تاييد کړه چې په راتلونکو عملیاتو کې به پوځ او ملېشه ځواکونه هم برخه اخلي.

جماعت الاحرار د مارچ د ۲۷ مې د حملو مسئولیت منلی او ويلي يې دي چې عيسويان يې قصداً په نښه کړل او بيا به هم داسي حملو ته دوام ورکړي.