د سوريې چارواکي وايي، په پالميرا کې يې يونيم سل بمونه چې د داعش ډلې له خوا په مځکه کې ښخ شوي وو، بېرته را ايستلي دي.
د سوريې د موزيمونو او لرغونو اثارو ريس مامون عبدالکريم اسوشيېټډ پريس خبري اژانس ته نن ویلي چې په پالميرا کې له دوو ورځو کار وروسته تخنیکي ټيم بېرته دمشق ته رسېدلی دی.
د سوريې ځواکونو پالميرا ښار بېرته له داعش سخت دريځو څخه د مارچ په ۲۷مه له درېیو اوونيو سختې جګړې وروسته ونيوه.
عبدالکریم ويلي چې دغه ټيم په موزیم کې دننه عکاسي کړې ده چې ډېری مجسمې يې داعش سخت دريځو زيانمني کړې وې.
ده وويل چې تخنيکي ټيم لېري پرتو ځايو ته د ښخو شويو بمونو له کبله لاسرسی نه دی موندلی.
په دغو ځايو کې هديرې هم شاملي دي.