د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي په دواب کې ۱۶ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
د نورستان سرپرست والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسي د دواب په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې په لسګونو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده:
"په ټوله جګړه کې تقریباً ۱۶ مخالفین وژل شوي او ۲۵ زخمیان دي."
نوموړي زیاته کړه چې افغان ځواکونه د وسله والو په وړاندې په لوړ مرال جنګېږي او وسله وال طالبان یې د یادې ولسوالۍ له زیاتو سیمو ایستلي دي.
هغه وايي، په یاده جګړه کې دوه سرتېري ټپیان شوي.
وسله والو طالبانو په دواب کې د خپلو ملګرو مرګ ژوبله ردکړې.
دواب د نورستان له نا امنه ولسوالیو څخه ده.
د یادې ولسوالۍ امنیه قوماندان عنایت الله څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو په حمله کې ووژل شو.