د اوکراين پارلمان د لوی څارنوال استعفا ومنله.
د اوکراين لوېديځ پلويانو د دغه هېواد دلوی څارنوال ويکټور شوکين د اداري فساد د له منځه وړلو په مخ کې خنډ باله.
د شوکين استعفا نن په پارلمان کې په ۲۸۹ مثبتو رايو سره ومنل شوه چې منلو ته يې ۲۲۶ رايې پکار وې.
شوکين نن خپل مرستيال داويت ساک وارې لیدزې له دندې لېري کړ.
داويت په بهر کې زېږېدلی دی او اوکراين ته د متخصص په توګه راوستل شوی وو چې د دغه هېواد په اقتصادي اصلاحاتو کې مرسته وکړي.
داويت پر شوکين تور پوري کړی وو چې له مفسدو چارواکو او وکيلانو سره اړيکې لري.
سلګونو کسان پرون د اوکراین د پارلمان مخې ته راووتل او د شوکين د استعفا غوښتنه يې کوله.
امریکا بيا بيا د لوی څارنوال په دفتر کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې ده.
د بډو ورکولو پر ضد د مبارزې فعالينو ويلي د لوی څارنوال دفتر د اداري فساد ودې ته لاره پرانيستې ده.