د مصر تښتول شوې الوتکه په زوره قبرص کې کېنول شوې

د مصر يوه تښتول شوې الوتکه په زوره په قبرص کې کېنول شوې ده.

د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د اوو کسانو عملې په ګډون ۵۵ کسان سپاره وو.

ويل کېږي د ايجپټ اېر هوايي شرکت په دغه الوتکه کې لږترلږه يو برمته کوونکی سپور دی او په وسلو سمبال دی.

العربيه تلویزیون راپور ورکړی، کله چې الوتکه کېنسته، دننه يوه کس اعلان وکړ چې د چاودېدونکو موادو واسکټ يې اغوستی دی.

دغه ايېربس ۳۲۰ الوتکه له سکندريه څخه قاهرې ته روانه وه.

ايجپټ ايېر پر خپل ټويټر پاڼه لیکلي چې څلور بهرنيان او نامعلومه شمېر عمله په برمته شوې الوتکه کې له هغه وروسته پاتې شول چې نور مسافر راخوشي شوي دي.

دغه الوتکه له سکندريه څخه قاهرې ته روانه وه چې پر لاره برمته ونيول شوه او نن سهار په قبرص کې په زوره کېنول شوه.

د راپورنو له مخې برمته کوونکي د چاودېدونکو موادو واسکټ اغوستی وو.

د مصر دولتي رسنیو ويلي چې برمته کوونکی کس د مصر تبعه دی.

د دې کس غوښتنې تر اوسه نه دي څرګندې شوي.

تر خبرو وروسته، په لارنکا نړيوال هوايي ډګر کې ښځې او کوچنيان له دې الوتکې راکته شول.

د مصر چارواکو مخکې ويلي وو چې په دغه ايېر بس ۳۲۰ الوتکه کې يواتیا کسان سپاره وو.