افغان فوټبال ټیم نن له سنګاپور سره لوبه کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سې شنبې په ایران کې د سنګاپور له ملی ټیم سره د لوبې میدان ته ووزي.

دغه سیالۍ د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون په هدف تر سره کېږی.

د افغانستان د فوټبال ملي ټیم روزنکی پیټر شکرټ وایي چې افغان لوبغاړي به په دې سیالیو کې حمله کونکې لوبه وکړي.

د افغانستان او سنګاپور سیالي به نن د افغانستان په وخت د ماسپښین پر ۳ بجو پیل شي.