د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وایي چې افغان حکومت سوداګرو ته د فرصوتونو د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.
د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې افغان سوداګرو د پانګونې، بانکې تعرفې او یو شمېر سوداګریزو فعالیتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي وویل که چېرې افغان حکومت د سوداګرو ستونزو ته پام ونه کړي نو د سوداګرو فعالیتونو به نور هم له ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې چې له دې وړاندې هم د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.