د هرات امنیتي چارواکي وایي، په شینډنډ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په علمیاتو کې څه باندې ۱۰۰ وسله وال مخالفین وژل شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان دي.
د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ارکان رییس راز محمد اوریاخېل چې د دغو عملیاتو مشري کوي، نن په هرات کې خبریالانو ته وویل چې د شینډنډ ولسوالۍ زیاتې سیمې له طالبانو څخه نیول شوي دي.
د هرات په شینډنډ کې د وسله والو مخالفینو د ځپلو لپاره پوځي عملیات له یوې اوونۍ راهیسې پيل شوي دي.