د افغانستان اجرایه ریس په لاهور کې وروستی تروریستي برید غندلی

د افغانستان د حکومت اجرایه ریس عبدالله عبدالله د پاکستان په لاهور ښار کې وروستی تروریستي برید غندلی دی او د ترورېزم په وړاندې یې د سیمې او نړۍ په سطحه د ریښتنې او جدي مبارزې غوښته کړې.

د اجرایه ریاست مطبوعاتي دفتر رسنیو ته په یوې استولي خبرپاڼې کې د ښاغلي عبدالله له خولې ویلي.

دا برید د دې ښکارندوی دی چې ترهګري هېڅ پوله او سرحد نه پېژني او د هیچا نه شي خپلېدای.

عبدالله عبدالله ترهګري د افغانستان، پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو ګډ دښمن بللی دی او یادونه یې کړې چې یوازې هغه وخت هېوادونه ځانونه له دې شره ژغورلی شي چې ترورېزم د ابزارو په توګه ونه کاروي.

وړمه ورځ (یکشنبې) د پاکستان په لاهور ښار کې ځان وژونکې چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپیان کړل.