افغان وسله والو د سړک جوړونې دوه تاجک کارکونکې خوشې کړي

د تاجکستان سرحدي ساتونکي وايي، افغان وسله والو د سړک جوړونې هغه دوه تاجک کارکونکې خوشې کړي دي چې تیره اوونۍ یې له پولي اخوا په یو برید کې یرغمل کړي او ځان سره یې افغانستان ته اړولي وو.

د تاجکستان د سرحدي ساتونکو یو ویاند ویلي دا دوه کسان د تاجک پوله ساتو او یو شمېره بانفوذه افغانانو په هڅو خوشې شوي.

د دې برید پړه سیمه ییزو تاجک چارواکو د نشه يي موادو پر هغو افغان قاچاقبرانو اچولې چې د تیرې جمعې په ورځ په یې د تاجکستان په جنوبي سرحدي سیمه کې د "شوراباد" په نوم ښارګوټي کې کړی و .

تاجکستاني چارواکي ډیر کله د نشه يي موادو له هغو قاچاقچیانو سره د نښتو راپورونه ورکوي چې له افغانستانه وراوړي.

تاجک چارواکو ویلي، له افغان امنیتي ځواکونو سره یې د دې کسانو د خوشې کولو په اړه خبرو ځکه ډیره نتیجه ورنه کړه چې د پنج سیند اخوا په محدودو سیمو افغان امینتي ځواکونه واک لري.