د بروکسل د حملو په اړه یو تورن کس خوشې شو

بلجیمي څارنوالانو هغه کس خوشې کړی دی چې په بروکسل کې یې د تیرې اوونۍ د خونړېو بریدونو سره په تړاو تورن و.

بل خوا په دې بریدونو کې د وژل شوېو کسانو شمېر۳۵ تنو ته رسیدلی دی.

تورن کس له بریدونو دوه ورځې وروسته نیول شوی و، خو د دوشنبې په ورځ د بلجیم د فډرالي څارنوال دفتر وویل، دوی داسې کافي معلومات نه لري چې په توقیف د دې سړي ساتل پرې توجیه کړي.

په عین حال کې د بلجیمي چارواکو له خوا د درې نورو نیول شوېو کسانو په برخه کې په توقیف کې د ساتل کیدو امر شوی دی.

دا درې کسان په مرکز بروکسل او د دې هېواد په دوه نورو شمالي ښارونو کې د تروریستي فعالیتونو سره د تړاو په تور یو لړ عملیاتو کې نیول شوي دي.

دا لا روښانه نه ده چې دا نیول شوي کسان د د مارچ د ۲۲ نېټې د بروکسل بریدونو سره تړاو لري او کنه.

همدا رنګه د بلجیم د روغتیا وزیر د ټویټر په یو پیغام کې ویلي دي چې د بروکسل د بریدونو څلور نور ټپیانو هم روغتون کې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې.له دې سره په دې بریدونو کې د وژل شوېو کسانو شمېر۳۵ تنو ته ورسیده.