نننۍ خپرونه د فاتحې اخستلو د ښځینه صالونونو کمښت او په دې برخه کې موجوده ستونزو ته ځانګړې شوې ده او دا چې د فاتحې اخستلو په صالونونو کې ګڼې ګوڼې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ کړي دي،دا چې اړوندو ادارو په دې برخه کې څه اقدامات کړي په خپرونه کې به یې واورئ.
په افغاني ټولنه کې چې کله په یوې کورنۍ کې مړی وشي، د جنازې له مراسمو وروسته خلک د مړي کور ته ورځي، له خپلوانو سره یي غمشریکي او خواخوږي کوي او د دعا او فاتحې مراسم ترسره کوي،دا مراسم په کور، جماعت او د فاتحې په صالونونو کې ترسره کېږي، د فاتحې اخستلو زنانه صالونونه یوازې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې شته چې ګڼې کورنۍ په کې د فاتحې مراسم ترسره کوي، په کابل ښار کې یو شمېر محدود د ښځو د فاتحې اخستلو صالونونه شته چې د کابل ښار نفوس ته په کتو ډېر کم دي او په دې برخه کې کورنۍ او مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د فاتحې اخستلو په ښځینه صالونونو کې چې د دوو یا درېیو فاتحو لپاره بسنه کوي، د ورځې په کې له پنځو نه تر شپږ ان تر اتو د فاتحې مراسم نیول کېږي چې مېرمنې او عزا دارې کورنۍ یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پروګرام اوېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
نیمه نړۍ
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ