زرګونو افغان لوبغاړو نن په کابل کې مظاهره وکړه او له حکومته یې وغوښتل چې په ورزشي ادارو کې دې له سیاسي لاسوهنو او چلندونو ډډه وکړي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټې چارواکو، د ورزشي فدراسیونونو غړیو او زرګونه لوبغاړو په کابل کې د بدني روزنې ریاست د دروازو په تړلو سره یو لړ مظاهرې وکړې.
د المپيک ملي کمېټې رییس ظاهر اغبر چې د دغو مظاهرو په سر کې و له حکومتي مشرانو وغوښتل چې د افغانستان په ورزش کې دې له سیاسي لاسوهنو ډډه وکړي.
ښاغلي اغبر وویل چې د المپیک اسیايي شورا خبرداری ورکړی که حکومت د افغانستان په ورزشي فعالیتونو کې له مداخلو لاس وانه اخلي د دغه هېواد المپیک به وځنډوي:
د المپیک ملي کمېټې مشر ظاهر اغبر
"ورزشي ټولنه خپل اصول او مقررات لري، دا له نړیوالې ټولنې سره نږدې اړیکې لري، کله چې ډاکټر صاحب اشرف غني ته وایو چې ولسمشر مو یې او ډاکټر عبدالله ته وایو چې ته مو اجراییه رییس یې موږ ته دې ووایي چې له خپل کاري ټیم او فدراسیونونو سره مخ ته ولاړ شئ تر څو ورزشي ټولنه خرابه نه شي، خو دوی باید دا سیاسي نه کړي."
د المپيک ملي کمېټې او مظاهره چیانو د ولسمشر د یوه وروستي حکم د بیا کتنې او د بدني روزنې د عمومي رییس د لرې کولو غوښتونکي شول.
دا مظاهرې وروسته له هغې وشوې چې د بدني روزنې ریاست او المپيک ملي کمېټې د چارواکو تر منځ لانجو زور واخیست او ولسمشر د دغو دوو ادارو د پیاوړتیا او د لانجو د هواري په هدف یو فرمان هم ورکړ.
په دغه فرمان کې د ورزش د قانون طرحه، د فدراسیونونو د مشرتابه پلاوي انتصابي کېدل او له مالیې وزارت سره د ورزشي ادارو د مالي چارو تنظیم راغلي دي.
د المپيک ملي کمېټې چارواکو او افغان لوبغاړو د مظاهرې په پای کې په یوه ۹ ماده ییز پرېکړه لیک کې له حکومته وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته پام وکړي که نه نو خپلو مظاهرو ته به دوام ورکوي.
وموغوښتل په دې اړه د جمهوري ریاست نظر هم واخلو خو له پرله پسې اړېکو سره سره چارواکو په دې اړه څه ونه ویل.
خو د بدني روزنې عمومي رییس همایون خیري وړاندې تر دې له ازادي راډيو سره څو ځله په مرکو کې ویلي چې لومړی به د ټولو ورزشي ادارو قانوني کولو ته هڅه کوي او بیا به د قانوني طرحې تر جوړولو وروسته د هغو په عملي کولو تمرکز کوي.
خو پوښتنه دلته ده چې دا لانجې او د ورزشي ادارو تر منځ ناهمغږي به په لوبغاړو څومره منفي تاثیر وکړي.
یوه مډال راوړونکي افغان لوبغاړي عبدالسمیع فیضي چې په مظاهره کې یې ګډون هم کړی و په دې اړه وویل:
"تاسو یې شاهد یاستئ چې په بدني روزنې ریاست کې لانجې په لوبغاړو خپل تاثیر لري، موږ درې میاشتې کېږي چې د عصریې پیسې مو نه دي اخیستلي، څوک مو پوښتنه نه کوي، ما خپله د ترکیې له نړیوالو سیالیو دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي خو تر اوسه یې هم له ما پوښتنه نه ده کړې."
دا مظاهرې له المپيک کمېټې پيل شوې او تر پښتونستان واټه یې دوام وکړ.
د مظاهرې په پای کې اعتراض کوونکي په امنیتي پوځیانو هم ورټول شول خو هغو یې مخه ونیوله او د مظاهره چیانو د خورولو لپاره یې هوايي ډزې وکړې.
راپور: صفي الله ستانکزی