د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر کندهار ته تللی

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست کندهار ته تللی او هلته یې د ۲۰۵ اتل قل اردو د سرتېرو فعالیتونه و ارزول.

د دفاع وزارت خبرپاڼه وایي چې معصوم ستانکزي په کندهار کې د ملي اردو له مېشتو سرتېرو سره وکتل او هغوی ته یې د روانو عملیاتو د موئثریت په اړه سپارښتنې وکړې.

ښاغلي ستانکزي د شفق په نوم روانو عملیاتو ته هم اشاره کړې او ویلې یې دي چې په دې عملیاتو کې به وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

د دفاع سرپرست وزیر په داسې حال کې کندهار ولایت ته تللی چې د کندهار په ګاونډي هلمند ولایت کې له تېرو څو میاشتو راهیسې ناامنۍ زیاتې شوي دي.