بلجیم: د تروریستي فعالیت په تور نیول شوي کسان بندي کېږي

د بلجیم څارنوالانو ویلي چې د هغو درېیو کسانو د بندي کولو حکم يې ورکړی چې له تروريستي ډلو سره د فعاليت په تړاو تورن وپېژندل شول.

په بروکسل او شمالي ښارو مشلان او ډوفل کې د یو شمېر عملياتو په ترڅ کې درې کسان چې ياسين، محمد او ابوبکر پېژندل شوي، نيول شوي دي.

څارنوالانو د ممکنه تروريستي فعاليتونو په اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه يې دا ويلي چې ايا دغو کسانو د بروکسل د مارچ د ۲۲مې له حملو سره تړاو درلود او که نه.

څلورم کس د عملیاتو پر مهال نيول شوی وو او له تورنېدو مخکې خوشی کړل شو.

دا خبره د بلجيم د فدرال څارنوالي دفتر په یوه اعلاميه کې کړې ده.

څارنوالانو پرون وويل چې د ۱۳عملياتو په پايله کې يې څلور نور کسان نيولي دي.

په همدې حال کې د بلجيم د روغتيا وزارت ويلي چې د بمونو له کبله د وژل شويو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی.

اسلامي دولت سخت دريځې ډلې د دغو حملو پړه پر خپله غاړه اخيستې ده.