باجوه: د لاهور د یکشنبې ورځې حمله کوونکي به ونیول شي

پاکستاني چارواکو ژمنه کړې چې په لاهور کې د يکشنبې ورځې حمله کوونکي به نيسي.

د دې هېواد د پوځ وياند عاصم باجوه د خپل ټويټر پر پاڼه ويلي چې ډېر ژر به استخباراتي ادارې د لاهور په ځانمرګي برید کې لاس لرونکي ونيسي.

پاکستاني چارواکي وایي، په یوه برید کې چې ظاهراً ځان وژونکی و، تر ۷۰ کسانو زيات ووژل شول چې اکثره ښځې وې او ۲۹ په کې کوچنيان وو.

په دغه برید کې چې د لاهور ښار په یوه ګڼه ګوڼې د ګلشن اقبال پارک د موټرو درولو په ځای کې وشو، په سلګونو کسان ټپیان شوي دي.

يوه کس د چاودنې د سترګو لیدلی حال داسې بيان کړ:

"کله چې چاودنه وشوه زه له ټال سره ولاړ وم، موږ په منډه راغلو، دلته ډېرې وينې لیدل کېدې او خلک پراته وو، دلته امنيتي تدابير نه دي نیول شوي، امنیت بايد په ښه توګه ونیول شي."

برید هغه مهال وشو چې د پاکستان اقلیت مسیحیانو د یکشنبې د ورځې د عیسویانو مذهبي جشن لمانځه.

له پاکستاني طالبانو سره تړلي د جماعت الاحرار ډلې د دغه خونړي برید مسؤلیت په غاړه اخیستي او ویلي یې دي چې په قصدي توګه یې په دغه برید کې مسیحیان په نښه کړي و.

دغې ډلې ويلي چې دا حمله د پاکستان صدراعظم نواز شريف ته يو پيغام وو.